اسلام آباد ۔ 21 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ايران دوه ورځنۍ دورې په لړ كښې د اتوار په ورځ مشهد ته ورسېد۔ دلته شېبه ګړۍ له پاتې كېدو څخه وروستو به دې تهران ته روانېږي۔ د ايران اولس مشر وزيراعظم عمران خان ته ددې دورې بلنه وركړې ده۔ دا د وزيراعظم عمران خان د ايران اولنۍ سركاري دوره ده۔ په شهید هاشمی نژ??د هوائي مېدان د خراسان رضوي صوبې ګورنر علي رضا رازم حسېني وزيراعظم ته هركلې ووې۔ ايران كښې د پا??ستان سفير رفعت مسعود او مشهد كښې د پا??ستاني قونصل خانې اهلكار هم په دې مها?? موجود وو۔ وزیراعظم سره دې دوره كښې چې كوم وزيران٬ خاص صلاكار او مرستيال تلي دي هغوي كښې د بشري حقونو وفاقي وزيره ډاكټر شیریں مزاری، د مېری ټائم افې??رز وزیر سید علی حېدرزېدی، تجارت لپاره د وزير اعظم صلاكار عبدالرزاق داؤد، د وزیراعظم خاص مرستيال سید زوالفقار عباس بخاری، روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفراللہ مرزا او پټروليم لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ندیم بابر شامل دې