ګوادر 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د ګوادر اولس ته د انصاف هېلت ګارډ وركولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې د ګوادر پرمختګ نه يوازې د بلوچستان بلكې د ټول پاكستان پرمختګ دے٬ د ګوادر نه تر كوئټه به رېل او د كراچۍ څخ?? به تر ګوادره مسافر و مال بردار فېري سروس پېل كولې شي ٬ د ماضي برعکس به اوس د ځائي معدنياتو ګټه ځائي اولس له وركولې شي٬ د ګوادر ټوله منطقه كښې ??ه قامي ګرډ سره تړلې شي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د نړيوالې هوائي مېدان ګوادر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال ل قمر جاوېد باجوہ، وفاقي وزيران میا محمد سومرو ، شېخ رشید احمد ، خسرو بختيار٬ د چين سفیر یاؤ جنګ د قامي اسمبلۍ غړي اعلٰې سول او پوځي چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زه ګوادر ته په راتللو خوشحالېږم ٬ راتلونكي وخت كښې ??ه ګوادر پرمختګ وكړي نو ټوله نړۍ به دې څخ?? ګټه پورته كړي۔ وزيراعظم عمران خان د چين سفير او حكومت مننه كولو سره ووئيل د ګوادر نړيوال هوائي مېدان لپاره د چين حكومت ګرانټ وركړې چې په سوب ئې دا هوائي مېدان بشپړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل ګوادر كښې كب نيونونكي وېرې سره مخ ٶ چې د اېكسپرېس وے د نه بهتر كېدو له امله به ھغوي څنګه تر سمندره رسي ٬ اوس دوي پرېشانه كېدو ته حاجت نشته ٬ ګوادر اېكسپروے اپ ګرېډ كولو سره سره به چرته چې ضرورت وي پل جوړولو سره به خنډان لرې كولې شي دغسې چې فشرمېنز په وخت سمندر او منډۍ ته ورسېدې شي ۔ ده ووئيل ھغه پرمختګ چې ځائي اولس ته ترې ګټه نه وي حقيقي پرمخګ نه وي٬ تېر وخت كښې په بلوچستان كښې پرمختګ شوې خو ځائي اولس ته ترې ګټه نه ده شوې٬ چرته څخ?? چې د اربونو روپو سوئي ګاز پېدا كېږي د ھغه ځائ د خلقو ژوند بدل نه كړې شو خو اوس به په نوي پاكستان كښې ??اسې نه كېږي٬ كومې سيمې څخ?? معدنيات پېدا كېږي ګټه به ئې ځائي اولس ته وركولې شي ۔ ده ووئيل د چين په اشتراك د ګوادر روغتون اپ ګرېډېشن ا?? د ??ائي خلقو سكل زياتولو لپاره اقدامات خوشبينه دي دې سره به ځائي اولس ته په راتلونكې روزګار موقعو څخ?? په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي او ځائي اولس ته به دې پرمختګ څخ?? ګټه وشي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ګوادر خلقو ته به د وفاقي حكومت لخوا انصاف هېلت كارډ وركولې شي چې ورسره به د ګوادر اولس ته د 7 لكه 20 زره روپو علاج په هر يو ورغتون كښې ?? كولو آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل نوي پاكستان كښې ?? كلين ګرين پاكستان له مخې به ګوادر بندرګاه اتهارټي كښې لس كله بوټي نال كولې شي ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل شېخ رشيد هم ګوادر ته ما سره راغلې دې٬ د ګوادر نه تر كوئټه د رېل پټلۍ غوځول غواړي٬ګرده نړۍ كښې ??ېل د سفر غوره آساني ده او وخت سره سره د دې نېټ ورك زياتېږي خو پاكستان يوازې هېواد دې چرته چې د رېلوے نېټ ورك كم شوې دې ۔ ده ووئيل اوسني حكومت د رېلوے څانګې پرمختګ ته پام ګرجوې دې ٬ چين د رېل ټېكنالوجۍ په مېدان كښې ?? ټولو نه وړاندې دې د ھغوي به هم مرسته ترلاسه كوٶ٬ د كراچۍ نه ترلاهوره كه د چين په رېل ګاډي كښې ??فر وي نو په څلور ساعته كښې منزل ته رسېدې شي داسې نظام به پاكستان ته هم رواړو۔ ده ووئيل د سي پېك لويديز روټ كوم چې په خوبونو كښې ٶ نن د كوئټه څخ?? تر ژوب د 305 كلوميټره سترې لارې د بنياد تيګه كېښودې شوې۔وزیراعظم عمران خان ووئيل په وړومبي ځل ګوادر ته راغلې يم ٬ په دې خوشحاله يم چې د ګوادر غوندې نړۍ كښې كم ځايونه وي۔ ده ووئيل د ګوادر پرمختګ يوازې د ګوادر يا بلوچستان پرمختګ نه دے بلكې د ټول پاكستان پرمختګ دے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې چين سره د رېلوے ټېكنالوجيز ٬ زراعت او په نورو څانګو كښې ?? مرستې پراختيا لپاره په اپرېل كښې چين ته روان يم۔