اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د هند يرغل جارحا??ه اقدام او د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده٬مونږ نړيواله ورورورلي د خپلې اندېښنې او د تشويش څخه خبر ساتلې ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيوګوټرش سره ټېليفوني تماس په مهال په خبرو كښې كړې۔د خبرو په مهال په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال خبرې وشوې۔خارجه وزير ووئيل مو??ږ اندېښنه لرله چې د هند حكومت د سياسي مقاصدو لپاره د منطقې امن ته زيان رسولې شي٬ مو??ږ نړيواله ورورورلي د خپلې اندېښنې او د تشويش څخه خبر ساتلي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل ما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته په دې لړ كښې د ليكلې شوو دوو خطون?? هم حواله وركړه۔ده ووئيل د هند دراندازۍ جارحا??ه اقدام او د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر مو??ږ له د بشپړه مرستې باور راكړې دې