اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دې چې د هن?? بې بنسټه او جارحانه بيانونه سيمه ايز امن لپاره خطر دي٬ منطقه كښې اړي ګړي ته هوا وركولو سره به د ګټې په ځائې زيان وشي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پلوامه كښې د بريد په اړه د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د افريقائي هېوادونو او شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سف??را??و ته د بريفنګ په مهال خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د پلوامه بريد نه پس د هن?? بې بنسټه او د تحقيق نه لرې تورونه رد كړي۔ دې ووئيل د تحقيق او د كوټلې شواهدو نه غېر د دې ډول پېښو په اړه په سمدستي توګه په پاكستان تورونه لګول تل د هن?? عادت پاتې شوې۔ منطقه كښې اړي ګړي ته هوا وركولو سره به د ګټې په ځائ زيان وشي۔ تهمينه جنجوعه سف??را?? خبرولو سره ووئيل هن?? د بريد پلټنې هم نه دي كړې او تور ئې په پاكستان لګولې۔ دې ووئيل د هن?? بې بنسټه او جارحانه بيانونه سيمه ايز امن لپاره خطر دي