اسلام آباد 22 جنوری (اے پي پي) د پيپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي چې د ساهيوال په پې??ه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرور?? نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې ?? ايوان دواړې غاړې يو ??ول دريځ لري٬ مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پې??ې د ذمه وار ټاكنه وكړي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پې??ه بحث كښې برخه اخستلو سره د ده ووئيل چې د ساهيوال په پې??ه د جے ائي ټي راپور راتلونكې و او پرې دلته بحث كېدونكې و خو رانغلو۔ ده ووئيل چې په دې پې??ه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرور?? نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې ?? ايوان دواړې غاړې يو ??ول دريځ لري۔ دې پې??ې سره د امريت دور رايادېږي كوم خلق چې امن او امان راولي٬ هغوي د امن او امان ستونزه نه پېدا كوي۔ ده ووئيل چې څنګه دا خلق شهيدان كړے شول٬ داسې خو ترهګر هم نه وژل كېږي۔ په دې پې??ه كښې صوبائي حكومت په مكمل توګه ككړ په نظر راځي۔ د دې پې??ې نه پس څلورو وزيرانو پرېس كنفرنس كولو سره هغوي ترهګر او د داعش غړي وګرځول او د ګاډي نه ئې د وسلې ترلاسه كېدو خبره هم وكړه۔ آيا د پنځو نه تر ديارلس كلونو ماشومان ترهګر وو۔ كله داسې هم شوي دي چې څوك ترهګر ګرځولو سره ووژل شي او هغوي لپاره د دوه كروړه روپو وركولو اعلان وكړے شي۔ د اعلٰي وزير او وزيرانو دريځ يو نه دے۔ حكومت دې ?? ذمه وارې احساس وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پې??ې د ذمه وارو ټاكنه وكړي