اسلام آباد ۔ 19 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان او چين په سي پېك منصوبو يو بل سره صلا دي۔ ددې لويې منصوبې په اړه كه د چا په ذهن كښې كوم شك او شبه وي هغه دې دا ډول سوچ خپل ذهن څخه وباسي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل مونږ به چېن سره خپلې اړيكې لا مضبوطې ج??ړو??۔ روسيه سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل روسيه سره اړيكو كښې د پياوړتيا ګنجائش شته۔ ده زيا??ه كړه چې روسيه په يو شمېر څانګو كښې د پاكستان مرس??ه كولې شي۔ قطر سره د تجارتي اړيكو په اړه ده ووئيل وزیراعظم عمران خان به د قطر خپلې راروانې دورې په مهال قطر سره د كاروباري اړيكو په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ ده هيله ولرله چې ډېر زر به د لكھونو په شمېر پاكستاني??نو ته قطر كښې د ملازمت كولو موقعې ترلاسه شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپل هېواد ته د ترسيلات زر د رارلېږلو يوه ښه ذريعه ده۔