اسلام آباد 31دسمبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې 2018 د زړه پورې سياسي بدلون كال ثابت شو٬او 2019 به پاكستان لپاره د خوشحالۍ كال وي٬د عمران خان په مشرۍ كښې په پاكستان د نړيوال ورورولۍ اعتبار زياتېږي٬د كرپشن نه پاك حكومت ?? پاكستان د رښتينې خوشحالۍ ضامن دې٬پاكستان په سيمه كښې د كشمير م??ئلې حل او د امن حلو ځلو په لړ كښې د كرتار پور راهدارۍ پرانستلو غوندې ګامونه پورته كړې دي كوم چې نړۍ ستائېلې دي۔د نوي كال پېل كېدو په موقع په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل تېرو حكومتونو پاكستان د تباهۍ په لار روان كړې او هغوي ?? پاكستان خزانه يوازې ذاتي ګټو له ??ار??لې٬هېواد ته زيان رسولې۔ده ووئيل د پخوا حكومتونو په هېواد كښې داسې بې سوده پروژې پېل كړي چې ګټھ يې يوازې د هغ??ي ذات ته رسېدله او د تعليم٬صحت٬ اوبو٬كركيلې او صنعت غوندې څانګې نظرانداز كړي دي د كومې نتيجه چې نن ?? پاكستان اولس يو پلو د تعليم صحت او د څښكلو پاكو اوبو نه محروم كړې نو بل خوا د كركيلې او صنعت په څانګو كښې د جمود په وجه معاشي ستونزو سره مخ وي۔ده ووئيل نوې كال به ?? پاكستان معيشت لپاره د رامخې ته كېدو كال وي او هېواد به په سم لوري پرمختګ وكړي