اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي ??زي?? چوهدري ??وا?? حسېن وئيلي دي چې ??زي??اعظم عمران خان او پي ټي آئي دا مېنډېټ ترلاسه كړې چې مونږ ته احتساب كو?? دي او غله نيول دي٬ نواز شريف او آصف علي زرداري د نړۍ د مني لانډرنګ تر ټولو لوي نېټ ورك چلولو٬ حدېبيه مل٬ عزيزيه مل٬ پاك لېنډ٬ هل مېټل كاغذي كمپنې دي٬ په دې كمپنو كښې به يوازې د پراجېكټ كميشن بهر ادا كېدو او بېرته به پاكستان ته راتلو٬ د نواز او زرداري ترمېنځه چارټر آف كرپشن شوے و٬ دې دواړو د جمهوريت نوم لوټ مار ايښي و٬ چې لوټل روان وي نو جمهوريت وده كو?? او كه په دوئ لاس واچوې نو جمهوريت خطر سره مخ كېږي٬ نواز شريف په پارلمان٬ ستره محكمه٬ هائي كورټ او احتساب عدالت كښې چرته هم د پېسو حساب ورنه كړے شو٬ كله چې ادارې خودمختاره شوې نو لوي لوي غله نيول كېږي٬ زمونږ حكومت د نواز شريف او آصف علي زرداري په ضد كېسونه نه دي جوړ كړي٬ يوازې په آزاد تفتيش كښې اسانيې وركوو٬ د ن ليګ خبري كنفرنس فلاپ شوه وه٬ د دوي د څېرو نه معلومېده چې دروغ وائي٬ خلقو اورېدل غوښتل چې په عدالت كښې دننه په نواز شريف چې كو?? تورونه ثابت شول٬ د هغو ??وا?? دې وركړي٬ د ن ليګ يوازې دا ??وا?? راغلو چې مونږ غله يو۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ??زي??اعظم د رېونيو خاص مرستيال حماد اظهر او په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كو??و په مهال وكړې۔ د عدالتي پرېكړه نه پس به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ سپېشل انوسټي ګېشن يونټ سعودي ته ځي او د نواز شريف فېملي د مل او جائيدادونو په اړه به كار پېل كو??۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي ??زي?? چوهدري ??وا?? حسېن ووئيل چې د ټهګز آف پاكستان ماركيټنګ ډلې د خپلې شو وړاندې كو??و هڅه وكړه كو??ه چې په مكمل توګه فلاپ شوه۔ د خبري كنفرنس كو??نكو د څېرو نه معلومېده چې دوي دروغ وائي۔ په پاكستان د كنوونشنل ليګ او د قائداعظم ليګ پشان د پي ټي آئي مسلط كو??و خبره كو??نكي احسن اقبال د 80 لسيزه هېره كړه۔ ﴿ن﴾ ليګ چا مسلط كړے و٬ بايد دوي ته د ضياالحق نوم هم ياد وې۔ ميا شريف صاحب٬ ميا نواز شريف او شهباز شريف د جنرال ضياالحق د نوم نه وړاندې كو??سلران هم نه و ټاكل شوي۔ ده ووئيل چې كه په ن ليګ مسلم ليګ ق دومره بد لګي نو د دې ګوند پخوانې عمومي سېكتر د دوي په ترخ كښې ولې ناست و۔ ده ووئيل چې پرون په عدالتي پرېكړه كښې نواز شريف خپل ډكليئرډ اثاثې 1 كروړ 5 لكه 19 زره 121 په 2001م كښې ډيكليئركړې وې خو العزيزيه مل په 63 مليونه ريال خرڅ كړے شو او په 18 ورځو كښې د هل مېټل په نوم ولګېدو په كو?? چې 93 مليونه ريال لګښت راغلو۔ عدالت د ده نه هم پوښتنه كړې وه چې ووايه پېسې د كو?? ځائ نه راغلې۔ ده ووئيل چې د نواز شريف او آصف علي زرداري كو?? كار نه و او ملونه او كمپنې يوازې كاغدي وې٬ِ د دوي يوازې دا كار و چې د نالې٬ سړك٬ روغتون٬ سكول او د غريبانو د سبسډې په پېسو كميشن واخلي۔ ده ووئيل چې د سعد رفيق او شهباز شريف د اوسېدو چې كو?? سټائل٬ بلټ پروف ګاډي٬ 10 ٬ 10 كورونه په مري لندن كښې جلا جلا كورونه و٬ دا د دوي د امدن سره سمون نه خوري۔ ده ووئيل چې مونږ نواز شريف نه دې ګرفتار كړے٬ نېب تر هغه وخت نواز شريف نه دې ګرفتار كړے تر څو چې ريفرنس پېنډنګ و۔ شهباز شريف او سعد رفيق ولې ګرفتار كړې شوي دي٬ نېب د دې وضاحت هم كړے و۔ شهباز شريف په كېس كښې په ټمپرنګ او سعد رفيق د ګواهانو په يرولو او د ريكارډ په غائب كو??و نيول شوي دي۔ ده ووئيل چې ??زي??اعظم عمران خان به چا ته هم ونه وائي چې چا سره دې امتيازي سلوك وكړے شي يا دې چا ته ريليف وركړے شي۔ وفاقي ??زي?? ووئيل چې د زرداري په ضد د مني لانډرنګ په اړه تفتيش په كال 2015م كښې پېل شوے٬ بيا ناڅاپي هغه تفتيش ودرول شو۔ ده ووئيل چې د پاكستان پيپلز ګوند په دور كښې بهرنې قرض 6 ټرېلين و او چې كله نواز شريف اقتدار ته راغلو نو دا قرض 30 ټرېلين ته ورسېدو۔ د پنجاب د پروژو برخه حسن٬ حسېن او شهباز شريف ته لاړه٬ په يوه طريقه د كميشن طريقې تياره كړې شوې وه۔ د يوې پوښتنې په ??وا?? كښې وفاقي ??زي?? ووئيل چې كه د مسلم ليګ ن والا زما ٬ د شېخ رشيد پشمول د كابينې د كو?? هم غړي اثاثې كتل غواړي نو كتلې ئې شي٬ مونږ ډيكليئر كړې دي او هم دا زمونږ اثاثې دي۔ د ??زي??اعظم د ريونيو خاص مرستيا حماد اظهر ووئيل چې د هل مېټل كمپنې 88 فيصده منافع نواز شريف او 10 فيصده ملازمينو ته لېږل شوې۔ عدالت هم دا پرېكړه كړې وه چې په دې كمپنو خرڅ كېدونكې پېښې د كو?? ځائ نه راغلې نو د دې ??وا?? وركولو په ځائ د ن ليګ والا وائي چې عليمه خان سره پېسې د كو?? ځائ نه راغلې۔ عليمه خان كله په كو??ه عهده نه ده پاتې شوې او سره د دې هم هغې خپل مني ټرېل وړاندې كړل۔ كه هغې مني ټرېل نه و ثابت كړي نو د هغې په ضد به هم د قانون له مخې كارروائي كېده۔ ده ووئيل چې د نواز شريف او آصف علي زرداري كمپنې اومني ګروپ٬ العزيزيه٬ هل مېټل د مني لانډرنګ وهيكلز وو۔ د يوې پوښتنې په ??وا?? كښې ده ووئيل چې كه د بجټ خسارې لپاره د كو?? اقدام ضرورت و٬ نو اقدام به ضرور كو??۔ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز ووئيل چې وئيل كېږي چې د احتساب له امله چې د دوه ګوندونو مشرانو سره څه كېږي٬ دې سره جمهوريت كمزورې كېږي۔ هغوي لپاره ??وا?? دے چې احتساب سره جمهوريت لا قوي كېږي۔