اسلام آباد/ابوظهبي 21 دسمبر (اے پي پي)متحده عرب اماراتو پاكستان سره د درې اربه ډالرو د مالي مرستې كولو پريكره كړې او د متحده عرب اماراتو د دې اعلان نه پس ??زي??اعظم عمران خان د آزمېښت په وخت كښې د پاكستان د زړه د اخلاص په مرسته د متحده عرب اماراتو مننه كړې۔د ابوظهبي د پرمختګ فنډ لخوا جاري شوې اعلامې له مخې درې اربه ډالر به د پاكستان سټېټ بانك ته منتقل كړې شي۔د دې مقصد پاكستان سره مالي مرسته ك??ل دي۔د متحده عرب اماراتو خبر رسنې ادارې وام له مخې په راتلونكو ورځو كښې به دا رقم منتقل كړې شي چې ورسره به د پاكستان د زرمبادله د ذخيرو په بهترۍ كښې مرسته وشي۔په بيان كښې وئېلې شوي دي چې د دې مالي مرستې پريكړه د دواړو وروڼو هېواد??نو پخوانۍ اړيكې او تاريخي عوامي مرسته په نظر كښې ساتلو سره شوې۔دې اړيكو او مرستې ته به په نورو څانګو كښې هم وده وركولې شي٬ابوظهبي فنډ د وړاندې نه په پاكستان كښې د توان٬روغتيا٬تعليم او د انفرا??ټر??چر څانكې 8 پرمختيائي پروژو لپاره يو نيم ارب درهم وركړي دي٬په دې كښې 93 كروړه درهم د ګرانټ په شكل كښې وركړې شوې دي۔بل خوا د پاكستان ??زي??اعظم د آزمېښت په دې وخت كښې د پاكستان په مرسته ك??لو د متحده عرب اماراتو د حكومت مننه كړې۔د جمعې پھ ورځ په خپل ټوېټ كښې ??زي??اعظم ووئيل چې دا اقدام د كل??نو راهيسې زمونږ د پائيدار دوستۍ او عزم عكاسي ده۔(