اسلام آبا?? ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او اطاليا ترمينځه د تعليم ٬ تجارت او اولس په كچه دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده خارجه چارو لپاره اطالوي عمومي سې??ترې الزابيتا بالوني سره خبرو كښې وكړه كومې چې د زيارت په ورځ د خارجه چارو وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال دواړو لارښودو د شريكو اړيكو په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او اطاليا ترمينځھ سياسي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي ٬ تهذيبي او دفاعي څانګو كښې پخوانۍ دوه اړخيزه مرسته د ستائنې وړ ده۔ده اطالوي سې??تره د موجوده حكومت له ترجيحاتو او اولسي اصلاحاتي ايجنډې خبر كړه۔ خارجه وزير د پاکستان او اطاليا ترمينځه د تعليم ٬ تجارت او اولس په كچه د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په حاجت زور را??ړو۔ د وياند ترمخه اطالوي سې??ترې د شريكې خوښې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې په لړ كښې د خپل حكومت لخوا د زړه پورې مرستې باور وركړو