اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د كشمير او ګل??ت بلتستان چارو وفاقي وز??ر علي امين خان ګنډاپور وئېلي دي حكومت به د وزيراعظم عمران خان وژن ترمخه آزاد كشمير او ګل??ت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ترقي وركولو لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي۔ده دا خبره د اسلام آبا د ګل??ت بلتستان كونسل لخوا په ټورآرزم د وركړې كېدونكي بريفنګ مشري كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل آزاد كشمير او ګل??ت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګه كښې د پرمختګ بلها صلاحيت موجود دې او په دې سيمو كښې د سېلګرۍ څانګه بهرنيو سرمايه كارو او نجي څانكې زړه راښكونكې ثابتېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل آزاد كشمري او ګل??ت بلتستان ته هر كال د لاكونو په شمېر سېلګري راځي۔ده ووئيل د استوګنې او سېلګرۍ غوره آسانيو وركولو سره دې سيمو كښې سېلګري څو چنده زياتېدې شي۔ده ووئيل په ګل??ت بلتستان كښې راما جهيل٬عطا آباد جهيل او په پركچوره جهيل ريزارټ جوړولو سره به د دې ځاې د سېلګرۍ هلې ځلې زياتې شي ا و د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د سېلګرۍ ځايونو ته زياته ترقي وركړې كېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت به د سېلګرۍ ټولو ځايونو ته د نړيوال معيار سړكونه جوړول باوري كړي او په دې لړ كښې تر راما جهيل تر فري پېډور سړك جوړولو سپارښتنه شوي۔ده ووئيل حكومت آزاد كشمير كښې د 200 كلوميټرو ټورآزم كورېډور جوړولو منظمه منصوبه بندي كوي۔ وفاقې وزير ووئيل د سېلګرۍ څانګې پرمختګ سره به د آزاد كشمير او ګل??ت بلتستان سيمې تر حقيقي معنو په خپلو پښو اودېږي او د دې سيمې اولس ته به د روزګار بلها موقعې په لاس ورشي