ابوظهبي 17 نومبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د ناروے خارجه وزيرې اينا اېركسن سوادے ترمېنځه پھ ابوظهبي كښې ملاقات شوے۔ په دې موقع پاكستان او ناروے د معيشت٬ ??جا??ت٬ سرمايه كارې٬ كلتور او تعليم په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق كړے۔ د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيران?? په افغانستان كښې د امن په صورتحال او د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د اړيكو پشمول د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وكړې۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ناروے ترمېنځه د معيشت٬ ??جا??ت٬ سرمايه كارې٬ كلتور او تعليم په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ د ناروے خارجه وزير پ?? ناروے كښې د مېشته پاكستانيانو ستائنه وكړه او د پاكستان خارجه وزير ته ئې د ناروے د دورې كولو بلنه هم وركړه۔