اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او ??پرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د كال 2018 ټول ټاكنو په اړه د پارليماني كمېټۍ وړومبنۍ غونډه كښې د دفاع وفاقي وزير پروېز ??ټك ټولو په ګډه د كمېټۍ چيئرمېن غوره كړی دې٬د ټي او ??رز لپاره به زېلې كمېټۍ جوړولی شي٬په كال 2013 كښې په ټول ټاكنو كښې درغلي شوې وه ٬ فارم 16 بې دركه ؤ٬ كال 2018 ټاكنې سپيځلې شوي٬اپوزېشن دې خپل شوق تر سره كړي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره پھ خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نن د كال 2018 ټول ټاكنو په اړه د پارليماني كمېټۍ وړومبنۍ غونډه وشوه چې پكښې د قامي اسمبلۍ او ??ېنېټ غړو ګډون وكړو۔د كمېټۍ په وړومبنۍ غونډه كښې په متفقه توګه د دفاع وفاقي وزير پروېز ??ټك د كمېټۍ چيئرمېن غوره كړی شوې۔د اطلاعات وزير ووئيل د كمېتۍ غونډه كښې د پاكستان پيپلز ګوند قامي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر د كمېټۍ چيئرمېن لپاره د دفاع وزير پروېز ??ټك نامه وړاندې كړې او ?? مسلم ليګ(ن)غړي مرتضٰی جاوېد عباسي يې ملاتړ وكړو۔وفاقي وزير ووئيل ټي او ??رز په اړه به زېلې كمېټۍ جوړولی شي چې معاملات به مخ په وړاندې بوځي٬مسلم ليګ(ن)په ټاكنو كښې د ټګۍ په اړه وئېلي وو٬درغلي ثابتول د اپوزېشن ګوندونو كار دے۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د 2013 ټاكنو كښې د درغلۍ په اړه ټولو ته معلومه ده چې فارم 16 نه ؤ او ?? كال 2018 په ټول ټاكنو كښې فارم 45 په انټرنېټ موجود ؤ ۔ده ووئيل اروپائي ائتلاف پخپل راپور كښې 2018 ټول ټاكنې سپيځلې ګرځولې ٬ اپوزېشن به د خ??لو تورونو ثابتولو لپاره شواهد وړاندې كوي