اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك وئيلي دي بې وزله اولس ته د روغتي?? اسانۍ وركولو له به د وزيراعظم قامي صحت پروګرام د يونيورسل هېلت كورېج مقصد ترلاسه كولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ وزيراعظم آفس كښې د قامي صحت پروګرام په اړه د بريفنګ مشرۍ په مهال وكړه۔ د قامي صحت خذمات سېكتر کېپټن (ر) زاهد سعید ?? پروګرام په تصور او دائره كار رڼا واچوله۔ ده وزيراعظم ته ووئيل دا پروګرام د بې وزلۍ ليكې څخه لاندې ژوند كوؤنكو بې وزله كورنيو ته د بېلو رسمي او شخصي اسانيو لپاره د روغتيا وېړيا خذماتو په توګھ خرڅونو له پېل شوے ۔ دا هم ووئيلې شو تر دې دمه د ګرد هېواد په 38 ضلعو كښې 32 لكهه كورنۍ د دې پروګرام تر سېوري لاندې ثبت شوي ۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې د ترجيحي پېكج ترمخه د رنځورانو كورنيو ته د كورنۍ په سر دوه نيم لكهه روپۍ وركولې شي۔ په كومو كښې چې د زړه رنځوران ٬ پېښو س??ه مخ ٬ د لويو مرضونو س??ه مخ رنځوران ٬ د كېمو تھراپي ٬ رېډيو تھرابي ٬ سرجري او په نورو خطرناكو رنځونو اخته وګړي شامل دي۔ دغسې د كورنۍ په سر د 50 زره روپو يو بل پېكج كوم چې سېکنډری کئیر پېکج بللې شي وركولې شي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شو مالي مرستې او دائره كار ته ?? پروګرام په بل پړاؤ كښې به پراختيا وركولې شي۔ تر كال 2021ء به دا پروګرام د هېواد ټولو خلقو ته رسولې شي۔ وزیر اعظم ?? پروګرام مجموعي تصور ستائلو س??ه ووئيل دا پروګرام به د وزيراعظم قامي صحت پروګرام د يونيورسل هېلت كورېج مقصد ترلاسه كولو له مرستياله وګرځي