اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محم?? نواز شریف وئيلي دي فاټا خېبرپښتونخوا كښې ضم كول د آئین جوړولو نه پس تر ټولو لويه پرېكړه ده ،دې پريكړې سره به د ف??ټا د اولس په ژوند كښې بدلون راشي ، غواړو او هڅه كوو چې فاټا سيمو كښ?? هم په 25 جولائی د صوبائی اسمبلۍ ټاكنې وشي دغسې چې د ف??ټا غړي صوبائی اسمبلۍ كښې په پیکج عملدرآمد له بشپړه کردار ترسره كړي۔ ده د ګل په ورځ فاټا یوتھ جرګې ته خطاب کولو۔ د ف??ټا یوتھ جرګې سر پرست سلیم صافی،چیئرمېن ریحان زیب او صدر نظام الدین ?? نواز شریف مننه كولو لباره د پخواني وفاقی وزیر عباس آفریدی كور ته راغلې وؤ۔محم?? نواز شریف د جرګې غړو ته ووئيل تاسو خپل نوې مزل پيل كړې۔تاسو د ووټ څخه محروم وئ او د ووټ د عزت او اهمیت څخه خبر ئئ۔دې لپاره زه باور لرم چې تاسو به د بلوچستان اسمبلۍ د اوسنو غړو په شان کردار چر?? هم نه ترسره كوئ او تاسو به داسې كردار ترسره كوې كوم چې پاکستان لپاره د تقلید وړ وي۔ ده ووئيل وو?? له د عزت نه وركولو په وجه نن د سيمې ځينې هېوادونه د پاكستان څخه وړاندې تللې دي۔زمونږ څخه جلا شوې بنګله دېش نن معاشی پرمختګ ، تعلیم ،صنعت او په ټولو څانګو كښې مونږ څخه وړاندې دے ۔ ده ووئېل په 25 جولائی كيدونكو ټاكنو كښې نړيواله ميډيا د ټاكنو څخه وړاندې د ټګۍ راپورونه وركوي۔ د ټاكنو په اړه سختي پوښتنې كېږي۔ ده ووئيل نن د پاکستان په ګټه او د آئین سرلوړۍ لپاره ستونزې زغمم۔ده ځوانانو له تلقین وركړو چې د آئین سرلوړي د خپل ژوند مشن جوړ كړي۔په دې مهال خپل خطاب کښې سلیم صافی د ف??ټا ضم کولو په اړه د محم?? نواز شریف، مسلم لیګ (ن) اجتماعی، پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسی، سپیکر سردار ایاز صادق، سرتاج عزیز او بیرسټر ظفراللہ خاص مننه وكړه۔