اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي)د آزاد جمو او كشمير كونسل 55مه غونډه د نهې په ورځ د ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې په اېل او سي د هندي عسكرو د اړخه د ډزو په نتيجه كښې د شهيدانو او مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو ښكار كشميريانو لپاره فاتحه خواني وشوه۔??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي په دې موقع ووئيل په مقبوضه كشمير كښې هندي عسكر بې ګناه وګړي په نښه كوي۔??زي??اعظم د خپلواكۍ حق لپاره هلو ځلو كوونكو خپلو كشميري خوئندو وروڼو سره د بشپړھ يوالي څرګندونه وكړه او تېره اونۍ د او آئي سي غېر معمولي مشرانو غونډه كښې ګډون په اړه يې كونسل خبر كړو چرته چې ه??ه د فلسطين مسئلې سره سره د مقبوضه كشمير اولس ظمونه هم رامخې ته كړي وو۔??زي??اعظم ووئيل پھ كشمير كښې چې څه كېږي د هغې مثال نشته ٬هندي عسكر بې ګناه وګړي په نښه كوي۔??زي??اعظم كونسل فورم په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د ملاقات نه هم خبر كړو۔??زي??اعظم ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د وژنو په تناظر كښې ه??ه د آزاد كشمير دوره كړې او د خپلو كشميري وروڼو خوئېندو سره د يو والي څرګندونې لپاره يې د اے جے كے قانون ساز اسمبلۍ ته خطاب كړی۔??زي??اعظم د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه هوارولو له د اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ پخلې وكړو