اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) د نجكارۍ وفاقي وزير دانيال عزيز وئيلي دي مسلم ليګ (ن) ټول عمري د قامي ??دارو احترام او ددې مضبوطيا له كار كړې۔ د تحريك ??نص??ف مشرتابه تل د قامي ??دارو په ضد ناوړه او سپكه ژبه كارولې۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده تور ولګولو چې پاكستان تحريك ??نص??ف په بهرن?? فنډ چلېږي او ددې مشر عمران خان هم مني لانډرنګ كښې كك?? دے۔ وفاقی وزیر ووئيل نجم سيټھي څوك چې د پنجاب نګران وزيراعلی وو عمران خان په ده د كال 2013ء په ټاكنو كښې د 35 پنکچرو تور لګولې وروستو ئې په خپله دا ومنل چې ما دروغ وئيلي وو۔ ده ووئيل پي ټي آئي په كے پي كے كښې اولس ته اسانۍ وركولو كښې ناكامه شوې۔ ځكه د صوبې اولس ته دوئي څخه سخته مايوسي شوې۔ دانيال عزيز ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) حكومت د هېواد معيشت مضبوطولو سره سره په ترهګرۍ او د توان په كمبوت قابو موندلې او هېواد ئې د پرمختګ او سوكالۍ په لوري روان كړې۔