اسلام آباد ۔ 15 مئی (اے پی پی) د صحت وفاقی وزیرې سائرہ افضل تارړ د روغتيا په اړه سېنېټ كښې د دوو مهمو بلونو په منظورېدو خپلو هكارانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د بلونو منظوري د قامي روغتيا وزارت د چارواكو ?? هڅو نتيجه ده چې ورسره به د صحت قامې څانګه مخ په وړاندې لاړه شي۔ د وزارت لخوا د جاري شوي تفصيلات ترمخه اولنې بل د اسلام آباد رېګولیټری اتھارټی دے چې مقصد ئې اسلام آباد كښې د روغت??ا اسانيو ښه كول او معيار باوري كول دي۔ دې ??پا??ه به اسلام آباد هېلت رېګولیټری اتھارټی جوړولې شي چې ورسره به اسلام آباد كښې د عطائي ډاكټرانو مخه ونيولې شي۔ سېنټ پاکستان كښې د قامې صحت په اړه د تدرېس مهمې ادارې هېلت سروسز اکېډمی له د پوهنتون درجې وركولو هم منظوري وركړې شوې ۔ هېلت سروسز اکېډېمی دا مهال د پی اېچ ډی او MSPH ډګرۍ جاري كوي۔ د پوهنتون درجه ترلاسه كېدو سره به پاكستان كښې د پبلک هېلت پوهاند رامخې ته كولې شي كومو ته چې هېواد حاجت لري۔ د صحت عامه په اړه سېنېټ كښې د دوو مهمو بلونو په منظورېدو خپلې ډلې له مباركي وركولو سره وفاقي وزيرې سائ??ه افضل تارړ ووئيل د دې بلونو منظوري د قامي روغتيا وزارت د همكارانو ?? هڅو نتيجه ده چې ورسره به د صحت څانګه مخ په وړاندې لاړه شي۔ په دې مهال د روغتيا وزارت وياند ووئيل د سائ??ه افضل تارړ په مشرۍ كښې چې په دې 5 كاله كښې د روغتيا ??پا??ه څوم??ه اصلاحات شوي په تېرو 70 كلونو كښې مثال نه لري