اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كار كونكے سړے عدالتونه د سياست نه يو خوا ته كوي٬دا د هېواد بد مرغي ده چې كار كونكي په عدالتونو كښې راښكلې كېږې٬ په كوم هېواد كښې چې د سياسي مشرانو عزت نه كېږي هلته پرمختګ ګران دے٬اولس چ?? په راتلونكو ټول ټاكنو كښې كوم?? هم پريكړه كوي قبوله به وي٬هېواد پ?? 65 كلونو كښې دورمره پرمختګ نه دې كړی لكه څومره چ?? په تېرو پنځو كلونو كښې شوې٬مونږ يوازې خبرې نه دي كار مو كړے ٬زمونږ حكومت د مسئلو په حل كولو پوهېږي٬كه تېرو حكومتونو هم خپل كار كړی ؤ نو دومره مسئلې به نه وې٬يو حكومت هم 2 زره مېګاواټ برېښنا نه ده پیدا كړی ٬ مونږ 10 زره 400 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې ده ??ده د جمع?? په ورځ د نيلم جهلم پروژې وړومبني يونټ د پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل نيلم جهلم هائيډرو پراجېګت د پاك چين د ملګرتيا عكاسي ده ??ده ووئيل د دې پروژ?? په لار كښې ډېر چېلنجونه رامخې ته وو۔ده پروژه كښې برخه اخستوونكو او كردار ترسره كوونكو له مباركي وركړه۔ده ووئيل نن زه پھ دې موقع د آزاد كش??ير اولس مشر او وزيراعظم په شتوالي كښې د كش??يري اولس هلو ځلو او د دې منصوبې لپاره قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔د دوي قربانۍ د چا نه پټ پناه نه دي۔وزيراعظم ووئيل د 70 كالو نه مونږ د كش??ير مقدمه مخ پھ وړاندې بيايو او په سباؤن كښې ب?? هم هڅې روانې ساتلې شي٬مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د كش??ير مسئلې هوارې غواړو۔ده ووئيل زما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره چين كښې ملاقات شوې او په دغه ملاقات كښې هم زمونږ سرخط د كش??ير مسئله وه۔ما د كش??ير د شهيدانو مقدمه هغه ته ورمخې ته كړې او ورته مې ووئيل شخړيز كش??ير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ګردې نړۍ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئېل 7 لكه هندي عسكر پھ بې ګڼاه كش??يريانو ظلمونه كوي٬په وړومبي اپرېل شخړيز كش??ير كښې 17 ځوانان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل كړی شوي٬مونږ د كش??ير مسئله هېرولې نه شو او دا د ټولې نړۍ لپاره يوچېلنج دے٬ وزيراعظم ووئېل مونږ په هره كچه دا مسئله راپورته كړی۔مونږ د كش??يريانو مرسته كوو او دا مرسته به دوامداره وي۔ده ووئيل د كنټرول لائن معامله د چا نه پټ نه ده چ?? په هند فشار زياتېږي نو د نړۍ پام د ځان نه اخوا كولو لپاره د ډزبنډۍ خلاف ورزۍ كوي