اسلام آباد ۔ 25 جنوری (اے پی پی) داخله وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي حكومت د خپلو وسائلو په دائره كښې پاتې كېدو سره زده كړو ته بشپړه پاملرنه كوي۔ په نوې دنيا كښې د زده كړو انداز بدل شوې۔ په ټېکنالوجی کمپیوټر او سائنټېفک لټرېچر كښې مونږ ډېر وروستو يو۔ يوازې پاس كېدل كافي نه دي۔ د پاس كېدونكو درجه بندي او د زده كړو معيار ډېر مهم ??ے۔ مدرسې په مېن سټریم كښې راوستلو له مو ګ??مو??ه پورته كړي دي۔ د زيارت په ورځ علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې د نېشنل اسسمنټ سسټم ترسېوري لاندې 5م نېشنل سټېک هولډرز کنفرنس ته خطاب كښې داخله وزير ووئيل نوې دنيا كښې د زده كړې انداز بدل شوې۔ د سلېټ او تختۍ په ځائې 4 جی ټېكنالوجی راغلې۔ نن د قلم سره سره د كمپيوټر تعليم هم ??روري دے۔ ده ووئيل زمونږ الميه دا ده چې مونږ د ټېکنالوجی کمپیوټر دنیا او سائنټیفک لېټرېچر پیدا کولو كښې ډېر وروسته يو۔ زمونږ نصاب په رټه اډانه دے۔ ده ووئيل دا وئيلې شي چې مونږ په تعليم پېسه نه مصرف كوو۔ ده ووئيل زه دا نه منم بلكې حكومت د خپلو وسائلو ترمخه زده كړو ته خاص پام لرنه كوي۔ پاكستان كښې كوم هم پرائیوېټ سکول هېډ ماسټرز او هېډ مسټرېس ته حكومت څخه زياته تنخا نه وركوي د پرائمری سکول ټیچر اوسط تنخا هم ?? پرائېوېټ سكولونو ټيچرانو څخه دوه درې چنده زياته وي۔ ولې كاركردګۍ ئې د مزكې آسمان فرق دے۔ ده ووئيل په يوه زمانه كښې د سکول انسپېکشن، مانیټرنګ، اسسمنټ او احتساب نظام وو اوس هغه كم??ورې شوې۔ ده ووئيل مونل له به درجه بندي ??ول وي او د تعليم معيار به ښه ??ول وي۔ ده ووئيل مونږ له به مقابله ??ول وي او د تعليم په مېدان كښې به خپله موازنه نړۍ سره ??ول وي۔ د ماشومانو تخليقي صلاحيتونه به رامخې ته ??ول وي۔ ده د تعليم وزارت ته په غوره كاميابو ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د انجینئر بلیغ الرحمن په مشرۍ كښې وزارت ډېر مهم ګ??مو??ه پورته كړي دي چې ورسره به د تعليم معيار ښه شي او پاكستاني كوچنيانو ته به د معياري تعليم موقې په لاس ورشي۔ ده ووئيل صوبې هم ??ايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي