اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د امنيتي مرستې په معامله امريكائي انتظاميې سره په رابطه كښې يو او مونږ د نورو تفصيلاتو په طمعه يو٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ زياتره په خپلو وسيلو كړې په كومو چې د تېرو پنځلسو كلونو په مهال 120 اربه ډالره خرڅ شوي٬د خپلو وګړو ژوند محفوظولو لپاره د هر ډول ممكنه اقداماتو ??اري ساتلو پوخ عزم لرو٬مخاصمانه ډيډلائنز٬يو اړخيزه اعلانات او د اهدافو بدلون د شريكو خطرو مخ نيوي له مرسته كوونكې نشي ګرځېدې۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږ د امنيت په معامله امريكائي انتظاميې سره په رابطه كښې يو ا?? د ??ورو تفصيلاتو په انتظار يو٬د شريكو مقاصدو په اړه د امريكائي پريكړې اثرات به وخت تېرېدو سره زيات واضحه شي ٬ ده ووئېل ??ا خبره د ستائنې ده چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ زياتره پخپلو وسيلو كړې په كوم چې د تېرو پنځلسو كلونو په مهال 120 اربه ډالره خرڅ شوي۔وياند ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان او امريكې مرسته ??يغ په نيغه د امريكې قامي سل??مت??ا ا?? د ??ړيوالې ټولنې په ګټه ده۔د دې مرستې په نتيجه كښې تر ډېره حده د القاعده ا?? د ??ورو ترهه ګرو ډلو خاتمه شوې۔وياند ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي د لويې عملياتو ?? لارې د ترهه ګرو پټن ځايونه ختم كړي او په نتيجه كښې يې په پاكستان كښې د امنيت وضعه ښه شوې۔وياند ووئيل پاكستان د افغانستان څخه هم دا هيله لري چې هغه به سيمه ايز امن او استحكام لپاره د حكومتي كنټرول نه بهر سيمو كښې حكومتي رټ لپاره د پولې انتظام د افغان كډوالو ستنولو ا?? د ??شه اي توكو په كر او پېداوار قابو موندلو لپاره هڅې ګړندې كړي۔وياند ووئيل امن لپاره د يو بل د عزت او احترام باور٬زغم ا?? د ??رله پسې هڅو ضرورت دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې د داعش پشان د نويو تباهې ډلو موجودګي د نړيوالې مرستې د اضافې تقاضه كوي۔وياند ووئيل مخاصمانه ډيډلائنز٬يو اړخيزه اعلانات او د اهدافو بدلون د شريكو خطرو مخ نيوي له مرسته كوونكې نه شي ګرځېدې