اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د سړي سر شمېرې له مخې د نوې حلقه بنديو لپاره د دستور (بدلون) بل 2017 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو خو د سپيكر په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې په بدلون اتفاق كونكو ګوندونو په ايوان كښې يو ځل بيا اعتراضات وكړل۔د دې نه پس بل مؤخر كړی شو۔د زيارت په ورځ زاهد حام?? اسلامي جمهوريه پاكستان دستور كښې د بدلون كول?? بل دستور(بدلون)بل 2017 ايوان ته وړاندې كړو۔سيد نويد قمر ووئ??ل چې د بل لپاره قانوني تقاضې نه دي پوره كړې شوې٬زاهد حامد ووئ??ل چې دا معامله سي سي آئي ته د وړلو خبره كوم ګوند نه ده كړی٬ټولو ګوندونو د سپيكر په موجودګۍ كښې اتفاق كړې ؤ۔په دې اړه دا وئېل چې آئيني تقاضې نه دي پوره كړی شوې سمه نه ده۔ډاكټر فاروق ستار ووئيل په سړي سر شمېرې بېل تحفظات رامخې ته شوي٬ تر ټولو زيات او لويې اعتراض كراچۍ لري۔ډاكټر شيريں مزاري ووئ??ل چې مونږ په كمېټۍ كښې دې بدلون ته سلا شوي يو خو تندۍ څخه دې ډډه وكړې شي??په اصولي توګه مونږ كوم اعتراض نه لرو خو نور ګوندونه چې كوم اعتراضات لري هغه دې لرې كړې شي??محمود خان اچكزئي ووئيل دا ??يجنډا د ټولو ګوندونو په بشپړه مرسته رامخې ته شوې٬كه كوم ګوند ته د دې نه پس هدايت ترلاسه شوي نو دا ??مه نه ده٬ټول ګوندونه هلته موجود وو او ټولو لوظ كړې وو۔شاه جي ګل آفريدي ووئ??ل چې په غونډه كښې زه نه يم رابللې شوې٬د فاټا 12 چوكۍ دي خو په دې كښې د مېرمنو چوكۍ نشته۔صاحبزاده طارق الله ووئيل سپيكر ټول ګوندونه رابللي او په دې اتفاق شوې٬مونږ په وخت ټاكنې كول غواړو۔دوهم سپيكر په بل د غور كولو تحريك ايوان ته وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شوې خ?? بل منظور نه كړې شو