اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) ايوان صدر تېره ورځ بنو كښې د اولس مشر ممنون حسېن د خطاب پحقله د ̶0;اېكسپرېس” ورځپاڼې په رپورټنګ د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې اولس مشر د اوسني حكومت لخوا د قرضو اخستو په اړه داسې هېڅ خبره بيخي نه وه كړې كومه چې بادي النظر د دې خبر څخه اخذ كېدې شي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر وياند ووئيل اولس مشر د بنو خطاب په مهال د ك??ل 2008 نه تر 2013 د ھغه وخت د حكومت لخوا د اخستل شويو قرضو ذكر كولو سره وئيلي ٶ چې اولس دا حق لري چې ھغوي پوښتنه وكړي چې ھغې قرضو څخه كومې پرمختيائي منصوبې بشپړ كړې شوې۔ وياند ووئيل د ذكر شوې ورځپاڼې خبر په تضاد آډانه دے د كومې په ابتدا كښې په اوسني حكومت د زياتو قرضو اخستو سره د يوې پرمختيائي منصوبې نه پېل كولو خبره شوې ده او هم د دې خبر په پاې كښې د اوسني حكومت په دور كښې د ديامر به??شا او داسو بندونو جوړوېدو د لارې د ??رې??نا په پېداوار كښې د زياتوالي او د لوډشېډنګ د خاتمې ذكر شوے دے او د دې نه د خبر تضاد په ډاګه كېږي۔ اولس مشر خپلې وېنا كښې په واضح توګه وئيلي ٶ چې اوسني حكوم?? ته په ك??ل 2013 كښې 14زره 800 اربه روپۍ قرض په ورثه كښې ترلاسه شوے و٬ اولس بايد پوښتنه وكړي چې ھغه قرض په كومو پرمختيائي پروژو خرڅ كړې شوے۔ اولس مشر وئيلي ٶ چې د ك??ل 2013 نه تر ك??ل 2017 په هېواد كښې په ډېرو پرمختيائي پروژو كار شوے چې پكښې ديامر به??شا او داسو بندونو پشمول د ??رې??نا پېداوار ډېرې منصوبې شاملې دي چې له مخې به ئې تر ك??ل 2018 د ??رې??نا لوډشېډنګ ختم شي يا لږ پاتې شي۔